IQNA

د مصر  یو مشهور مداح او نعت خوان وفات شو(فیلم)

8:26 - December 11, 2023
د خبر لمبر: 3488405
ایکنانیوز- د مصر د قرآن کریم ریډیوئي  مداح او نعت خوان  شیخ ضیاء الناظر د تیرې شنبې ورځې له نړۍ سترګې پټې کړې.

ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ،  دمصر د قرآن کریم ریډیوئي مداح  او نعت خوان شیخ ضیاء الناظر   د لیندۍ په اتلسمه نیټه دجمعې په ورځ وفات شوی دی.

د سوشل میډیا کارونکو  ددغه په زړه پورې مداح اونعت خوان  د رحلت دخبر په آوریدو سره ډير غمجن شوي  او د هغه لپاره ئې دعا کړې ده.

په دغه خبر کې چې دهغه دوستان او  مینه وال ئې اغیزمن او خپه کړل، د هغه د جنازې د لمانځه وخت  او د مازدیګر له لمانځه وروسته په قیلوبیه ولایت کې د  په قیلوب سیمې کې  په طنان کلي کې د هغه  خاورو ته د سپارلو  خبر  دی.

د مصر یو شمیر قاریانو  هم د مصر د قرآن ریډیوئي  مداح  په مړینې تسلیت وئیلی دی ، په هغو قاریانو کې شیخ محمد فتح  الله بیبرس  او شیخ احمد الفشني ته اشاره کولی شو چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې پخپلو رسمي ویبپاڼو کې  داعلامیو په خپرولو سره  دهغه د مړینې په باب تسلیت وئیلی او دهغه له کورنۍ او مینه والو سره  ئې خواخوږي ښودلې ده او دهغه دمغفرت دعائې کړې ده.

ایکنا نیوز  په دوام کې د خدای بخښلي  شیخ ضیاءالناظر دیوې ترټولو مشهورې مداحئ ویدیوئی کلیب چې د روژې دمبارکې میاشتې داختر په مناسبت ئې  اجرا کړی ستاسو خدمت ته وداندې کوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4186957

captcha